IQNA

شیخ ابراهیم الزکزي نن د  ایران د ملت میلمه دی

6:49 - October 11, 2023
د خبر لمبر: 3488087
ایکنا-(تهران) د اسلامی بشری حقوقو د کمیشن  مشر مسعود شجره ایران ته د نیجریه د اسلامی غورځنګ   د مشر شیخ ابراهیم الزکزکي  او دهغه د ماندنط د سفیر لازیات جزیات بیان کړل.

ایکنا نیوز راپور راکړ، د نیجریه د شیعیانو رهبر او د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم الزکزکي  سره دخپلې ماندنې  نن د  ایران د اسلامی جمهوریت په رسمي بلنې سره تهران ته راځي او په   امام خمیني هوائي ډګر کې به ئې تود هرکلی وشي.

په هغه   کمپاین کې چې  په سوشل میډیا کې پیل شوی ، دتهران دپوهنتونونو محصیلینو  ټولنې به د افریقا دشیعیانو د مینه ناک رهبر  دهرکلی دستورې ترسره کړي.

د اسلامی بشری حقوقو  دکمیشن مشر مسعود شجره  چې په وروستیو کلونو کې د شیخ زکزکي د وضعیّت تعقیبونکی دی ،  له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې  ایران ته د شیخ صیب ددغه سفر په باب ووئيل،  الحمد الله  شیخ صیب  به د چارشنبې په لس نیمې بجې  سره دخپلې ماندنې  د تهران  امام خمیني هوائي ډګر ته ورسیږي، ددغه سفر اصلی موخه په ایران کې د هغه او د هغه دماندنې درملنه ده . همداراز   په  دغه سفر کې د هغه  لپاره ځيني  نور پروګرامونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې په هغو کې  په تهران پوهنتون کې  به هغه ته  په یولړدستورو کې د تهران پوهنتون افتخاری ډګري هم ورکړل شي  او بیا به ددرملنې لپاره په روغتونو کې بستري شي.

جزئیات سفر شیخ زکزاکی به ایران

مسعود شجره دغه راز په دوام کې ووئیل،  اوه کلونه کیږي ، چې  دپه ۲۰۱۵کال کې د نیجریه د پوځیانو دډزو له  امله د شیخ زکزکي  یوه سترګه نابینا شوې ده او  د هغه په سر او بدن کې په لسګونو نوره دمیرمیو ټوټې  دي او مودې کیږي  چې  دهغه په وینې کې د سربو مسمومیّت هممن لیدل شوی دی او تر نن پورې د  هغه ژوندي پاتیکیدا له یوې معجزې کم نه ده . همداراز میرمن  زینت زکزکي  هم د پښو د دردونه لري  او دتلو جوګه نه ده  او  د هغه په بدن کې هم لږترلږه یوه میرمئ ښخه ده .

 شجره دغه راز زیاته کړه ،لکه څنګه چې په نیجریه کې د  هغه د درملنې ددوام امکان برابر نه شو، بلاخره  دخداوندمتعال په مهربانۍ سره   دا امکان برابر شو چې ددرملنې لپاره ایران ته راشي.

https://iqna.ir/fa/news/4174316

captcha